د سین هوا اژانس د خبر له مخې د روسیې د تور سمندر د بیړیو ډلې خبري څانګې د روانې میاشتې په ۱۷ مه نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دوی مدیترانې سمندر ته د بیړیو یو کاروان لیږلی چې اوس دغه کاروان مدیترانې سمندر ته ننوتلی دی.
په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د توغندي ساتونکو دوو بیړیو په ګډون دغه کاروان په یاده سمندري سیمه کې ټاکل شوې دنده اجرا کوي.
روسي خبري رسنیو مخکې خبر ورکړ چې امریکا څو ورځې مخکې یادې سمندري سیمې ته د هاری ترومن په نوم الوتکه وړونکې بیړۍ لیږلې ده. د روسیې د دفاع وزارت په دې نظر دی چې ښایي امریکا د سوریې پر حکومتي پوځ بیا بریدونه وکړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |