CRI Online

د اسرائيلو کار پوهانو د ترهګرۍ ضد د لوړې ټيکنالوژۍ د اهميت په اړه بحثونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2018-06-18 15:12:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۱۰۸ کال د ترهګرۍ ضد د لوړې ټيکنالوژۍ غونډه د روانې مياشتې په ۱۷ مه نېټه په تل ابيب کې تر سره شوه. اړوندو کار پوهانو د ګډې نظريې وښودې چې د نړيوالې ترهګرۍ د له منځه وړلو په اړه بايد د انټرنيت په شمول د لوړې ټکنالوژۍ استعمالولو او څېړنې کارونه پياوړي وشي.

له دې غونډې سره هممهاله د يو کال يو ځل د اسرائيلو انټرنيټ اوونې هم پرانيستل شوه. د تازه مالوماتو له مخې، سږ کال اسرائيلو د ترهګرۍ ضد ۲۵۰ عملياتو مخه نيولې چې ګڼ شمېر يې د ټکنالوژۍ پر مټ تر سره کړی دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای