CRI Online

د چين او قزاقستان ترمنځ واقعي همکاري دې پياوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-18 15:40:52

روان کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له څلوېښتمې کليزې سره برابر دی. د قزاقستان اړوندو کارپوهانو په دې وروستيو ورځو کې څرګنده کړه چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې نه يوازې د چين بڼه بډله کړې،بلکې ټولې نړۍ ته يې ګټې رسولې دي.په پولي برخه کې د چين او قزاقستان ترمنځ همکاريزې پروژې په ثابت ډول پلې شوې دي.

روسلان ايزيموف د قزاقستان د ولسمشرۍ صندوق د نړيوال اقتصادي او سياسي انسټيټوټ لومړۍ کارپوه او د اروپا او اسيا په اړه د څېړنيزې پروژې مسؤل دی.په دې وروستيو ورځو کې يې خبريالانو ته وويل چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له امله چين په اقتصادي ډګر کې ډېرې ستونزې لېرې کړې دي، په بېلا بېلو برخو کې يې پټ توان پيدا کړی، او ملي ځواک يې هم لوړ کړی دی.د ده په اند د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره هم ګټورې دي.

(اواز ۱)

کله چې پر نړيوالې ټولنې د چين د اغېزې په اړه خبرې کوم، نو زه غواړم ووايم چې د چين چټک پرمختګ د نړيوال اقتصاد لپاره غښتلی خوځنده ځواک برابر کړی دی.په دې وروستيو کلونو کې چين په نړۍ کې دوهم لوی اقتصادي ځواک ګرځېدلی دی.اوس په ګردې نړۍ کې چين عمده پانګه اچونکی دی.

قزاقستان په اروپا او اسيا کې د چين د پانګونې عمده ځای دی.اوس زيات شمېر چيني تصدۍ په قزاقستان کې پانګونې کوي او CITIC بانک يو له هغو څخه دی.د دې بانک مشرې لي چينګ پينګ وويل چې له څو کلونو راهيسې زموږ بانک د قزاقستان د انرژۍ،د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او کرهنې په برخو کې پانګې اچولې چې په واقعي توګه يې د يو کمربند او يوې لارې پلان او د قزاقستان د روښان سړک په نوم د اقتصاد د نوې تګلارې د پلي کېدو لپاره خدمتونه کړي دي.

(اواز ۲)

په دې وروستيو کلونو کې زموږ بانک د قزاقستان حکومت،تصديو او خلکو ملاتړ تر لاسه کړی.د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې موږ قزاقستان غوره کړی دی.موږ نه يوازې د چين له ستراتيژۍ ،بلکې د قزاقستان د سياسي او اقتصادي ثبات او زموږ بانکي چارو سره سم انتخاب کړی دی.

د روان کال په اپرېل کې د چين د CITIC بانک د قزاقستان د خلکو له بانک څخه د التين بانک شپېته سلنه ونډه اخيستلې ده. د قزاقستان د خلکو بانک مشرې اوموت شاياهميتوا په دې وروستيو ورځو کې وويل چې له دې لارې به د قزاقستان او چين ترمنځ د دوه اړخيزو پروژو د پلي کېدو لپاره واقعي خدمتونه برابر شي.

(اواز ۳)

د التين بانک او CITIC بانک به د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې همکاريزه پيمانه پياوړې کړي او خپله خدمتي سويه به لوړه کړي.بر سېره پر دې،د التين بانک د پرمختګ له ستراتيژۍ سره سم موږ د ډيجيټل پرمختيايي پلان جوړ کړی دی. د چين ملګري بانک يعنې د CITIC بانک سره، د التين بانک د پرمختګ لار پراخه ده او د قزاقستان او چين ترمنځ د بېلا بېلو غوښتنليکونو او د حکومتونو ترمنځ د همکاريزو پروژو د پلي کولو لپاره به خپله مرسته وکړي.

مېرمن لي چينګ پينګ وويل چې د پرمختګ په بهير کې، CITIC بانک د اصلاحاتو او ورخلاصون ګټو څخه خوند اخلي. د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پرته به زموږ بانک يوه ورځ هم پاتې نشي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای