د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري اژانس د جون په اتلسمه نېټه خبر ورکړ چې له داعش سره د مبارزې په موخه د امريکا تر مشرۍ لاندې نړيوال اتحاد د جون په اوولسمه نېټه د سوريې په ديرزور ولايت کې د سوري حکومتي ځواکونو پر پوځي هدف بريد وکړ چې له امله يې د زياتو کسانو مرګ ژوبله رامنځته شوې.
د سوريې خبري اژانس د هېواد د حکومتي ځواکونو د چارواکي له قوله وويل، چې نړيوال اتحاد په اوولسمه نېټه د ديرزور د ابو کامل ښار په جنوب ختيځ کې د حکومتي ځواکونو پر پوځي هدف هوايي بريد وکړ چې زياتو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
د خبر له مخې، کله چې د سوريې حکومتي ځواکونو په دې وروستيو ورځو کې د ديرزور په لويديځ صحرا سيمه کې د داعش پر ضد تصفيوي عملياتو کې نژدې ۲۰۰۰ کيلو متره مربع ځمکې بيا تر خپل کنترول لاندې راوستې، د نړيوال اتحاد لخوا د سوريې پر حکومتي ځواکونو بريد د ترهګرو مورال هڅولی، دغه راز دا تائيد شوې چې امريکا په سوريه کې د ترهګرو له ناقانونه شتون څخه د ملاتړ کولو له لارې د هېواد د ختيځو سيمو اقتصادي سرچينې خوري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |