د امريکا او مکسيکو ترمنځ د بېلتون ديوال پر وړاندې يو سړی خپلو خپلوانو ته د ليدو په نتظار دی
د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د جون په ۱۸ مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره له هغو کړو وړو سره مخالفت څرګند کړ چې له غېر قانوني کډوالو څخه د دوی ماشومان په جبر جلا کيږي.
د م م د سرمنشي وياندسټېفن دوجاريک په دغه اعلاميه کې ويلي،چې د ګوټريس په اند کډوالو او بهرميشتو کسانو ته دې درناوی وشي او د دوی ځای پر ځای کول دې له نړيوالو قوانينو سره سمون ولري. هغه ماشومان کوم چې له خپلو پلرونو او ميندو څخه جلا شوي، د همدې لامل له امله دې له معنوي صدمې سره دې نه مخامخ کيږي او د کورنيو بيا يوځای کېدنه دې وساتل شي.
ستېفن دوجاريک په همدې ورځ خبري ناسته کې وويل، چې کوټريس د امريکا او مکسيکو په سرحدي سيمه کې د اړوندو پېښو له امله اندېښمن دی. د اړوند خبر له مخې په تېرو شپږو اوونيو کې د امريکا او مکسيکو ترمنځ سرحدي سيمه کې ۲۰۰۰ ماشومان د قانون تطبيق کوونکو لخوا په جبر له خپلو پلرونو او ميندو سره جلا شوي چې په غېر قانوني ډول دې سيمې ته ننوتلي دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |