د سينهوا اژانس د خبر له مخې د کوريا جمهوريت پوځ د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه خبر ور کړ چې د دې مياشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه يې په دوکدو ټاپو او شاوخوا سمندري سيمه کې دفاعي تمرينونه تر سره کړی او کوي يې چې پکې د دې هېواد سمندري پوځ ،د سمندري پوځ ځمکنۍ ډلې او سمندري پوليسو ګډون درلود او په نژدې راتلونکې کې به د سمندري پوځ بېړۍ ګډ تمرينونه تر سره کړي.د تمرينونو محتويات به دا وي چې د سمندري پوځ د ځمکنۍ ډلې چټک غبرګون کاروان به دغه ټاپو ته ښکته شي او له بهرنيو ځواکونو سره به جګړه وکړي.
د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت ، د کوريا جمهوريت او جاپان د دې ټاپو حاکميت ادعا لري ، خو اوس مهال دغه ټاپو په بشپړ ډول توګه د کوريا جمهوريت تر کنترول لاندې دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |