CRI Online

د کمبوديا صدراعظم سامديچ هون سن له وي فنګ هه سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-06-19 10:21:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د کمبوديا صدراعظم سامديچ هون سن د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه په پنومپن کې د چين د دولتي شورا له غړي او د دفاع له وزير وي فنګ هه سره وکتل.وي فنګ هه صدراعظم هون سن ته د رئيس شي جينګ پينګ او صدراعظم لي که چانګ نيکې هيلې وسپارلې.هون سن ور څخه مننه وکړه او دغو دواړو مشرانو ته يې نيکې هيلې او پيرزونې وړاندې کړې .

هون سن وويل چې چين د کمبوديا ښه دوست دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي کلکه ده.هغه د کمبوديا د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د دفاعي پوځ د ابادۍ په برخو کې د چين له پر له پسې ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي.کمبوديا د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د چين له خوا تر لاسه شوې لاسته راوړنې وستايلې او د انساني برخليک د ګډې ټولنې او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په هکله د رئيس شي جين پينګ له خوا له وړاندی شويو همکاريزو وړانديزونو څخه يې ټينګ ملاتړ وکړاو غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو په شپېتمه کاليزه کې د هر اړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د نوي پرمختګ لپاره له چين سره ګډې هڅې وکړي.

وي فنګ هه وويل چې چين د کمبوديا نيک ګاونډی او دوست دی .د چين پوځ غواړي چې له کمبوديا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر لاسه شوې ګډې نظريې پلی کړي او د همکاريو د پياوړتيا له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره مثبت خدمت وکړي .(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای