CRI Online

د روسيې او د کوريا جمهوريت مشران به له کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت سره د درې اړخيزو همکاريزو پروژو په باب بحثونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-19 10:23:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزير ايګور مورګلوف د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه وويل چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين او د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جان اين به په مسکو کې له کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت سره د درې اړخيزو همکاريزو پروژو د پلي کولو په باب بحثونه وکړي.

مورګلوف په همدې ورځ په مسکو کې له روسي خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې روسيه ادعا کوي چې له کوريا ټاپووزمې سره به د پوځي مقابلې سويه ټيټه شي او په دې اند ده چې د خبرو اترو په موده کې په دې سيمه کې د پوځي تمرينونو تر سره کېدنه مساعدعمل نه دی او د دغه ډول تمرينونو لغوه کول سم لور ته د ديموکراتيکې کوريا له خوا اوچت شوی ګام دی.

د پوتين په بلنه به مون جای اين د جون په ۲۱مه نېټه له روسيې څخه درې ورځنۍ رسمي ليدنه وکړي.دا به لومړی ځل وي چې له ۱۹ کلونو راهيسې د کوريا جمهوريت ولسمشر له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای