CRI Online

د اسرائيلو د انرژۍ پخوانی وزير د جاسوسۍ په تور ونيول شو

cri     (GMT+08:00) 2018-06-19 11:07:09

د اسرائيلو د ملي امنيت ادارې او پوليسو د جون په ۱۸ مه نېټه د اعلاميې په خپرولو سره وويل،چې د دغه هېواد د پارلمان پخوانی غړی او د انرژۍ پخوانی وزير ګونن سيګيف ايران ته د جاسوسۍ په تور د روان کال په مې کې ونيول شو.

د اسرائيلو د ملي امنيت ادارې په قول سيګيف د ايران په استخباراتي ارګان کې د جاسوس په توګه ګمارل شوی و او د ايران لپاره يې استخباراتي معلومات راټول کړي وو. پلټنه ښيي چې نوموړي ايران ته د اسرائيلو د انرژۍ او امنيت په اړه معلومات ورکړي وو چې پکې د اسرائيلو د سياسي او امنيتي ارګانونو د اړوندو مامورينو او ودانيو په هکله معلومات هم شامل وو.

د اسرائيلي پوليسو په قول سيګيف په ۲۰۱۲ کال کې په نايجريا کې په لومړي ځل د ايران د سفارت له چارواکو سره وکتل، له دې وروسته د ايران د خادست په توګه وګمارل شو او دوه ځلې له اړوندو کسانو سره په ليدو ايران ته تللی وو.

سيګيف له ۱۹۹۵ کال څخه تر ۱۹۹۶ کال پورې د اسرائيلو د انرژۍ وزير په توګه دنده ترسره کړې ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای