د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير کانګ کيونګ هاسره تليفوني خبرې اترې وکړې او د امريکا او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ د سينګاپور تر سرمشريزې غونډې وروسته يې د ديموکراتيکې کوريا د ذروي مسئلې په هکله د راتلونکي ګام په باب بحث وکړ.
په دې اعلاميه کې راغلي چې پومپيو او کانګ کيونګ ها ژمنه کړې چې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پوره پاکولو لپاره به هڅې وکړي ، خو د دې ترڅنګ دواړو خواوو وويل ترڅو ديموکراتيکې کوريا له ذروي وسلو څخه اخيستې وی ، تر هغې به پرې د فشارونو اچول دوام ولري.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ او د ديموکراتيکې کوريا لوړ پوړي مشر کيم جونګ اون د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه په سينګاپور کې يو له بل سره ملاقات وکړ او يوه ګډه اعلاميه يې لاسليکه کړه. امريکا ديموکراتيکې کوريا ته د امنيتي ضمانت د برابرولو ژمنه وکړه او ديموکراتيکې کوريا له يادې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پوره پاکولو ژمنه هم تائيد کړه.
پومپيو د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه وويل چې امريکا او ديموکراتيکه کوريا به په راتلونکې کې ډېر کارونه تر سره کړي او د اټکل له مخې به دوه اړخيز ديالوګ ته دوام ور کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |