CRI Online

ډونالډ ټرمپ د امريکا دفاع وزارت ته امر وکړ چې فضايي پوځ جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-19 14:38:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د دې هېواد له دفاع وزارت څخه وغوښتل چې سمدلاسه د امريکايي پوځ شپږمه پوځي ډله يعنې فضايي پوځ جوړ کړي.

د امريکا د سپينې ماڼۍ د خبر له مخې ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ د فضايي چارو د دولتي کميټې په غونډه کې ياد وزارت ته د فضايي پوځ د جوړولو امر و کړ او همدارنګه يې ويلي چې د فضايي پوځ او هوايي پوځ ترمنځ اړيکې جلا خو مساوی وي .

تر اوسه پورې امريکا د ځمکني ، هوايي او سمندري پوځونو،د سمندري پوځ ځمکنۍ ډلې او سمندري پوليسو ډلې په شمول پنځه پوځي ډلې لري.

له دې نه مخکې ډونالډ ټرمپ څو څو ځله د فضايي پوځ جوړونه ياده کړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای