CRI Online

ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ چې له چيني توليداتو څخه به ګمرکي ماليات واخلي ،خو د امريکا سوداګريزې ټولنې ور څخه ناخوښي څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-19 16:27:22

د چين نيوز اژانس د خبر له مخې د امريکا سپينې ماڼۍ د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې امريکا به د دوو سوو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د چيني توليداتو ليست جوړ کړي چې ترې به ګمرکي ماليات واخلي.خو ور پسې د امريکا سوداګريزې ټولنې، د بېلا بېلو چارو سازمانونو او عامو افکارو پر دې پرېکړې ناخوښي او اندېښنه څرګنده کړه.

د امريکا د لوبيا ټولنې مرستيال مشر داويد ستيفنس په يوه اعلاميه کې وويل چې هېڅوک به په سوداګريزه جګړه کې بری ونه مومي.د ډونالډ ټرمپ ياده پرېکړه به په بازار کې د ناثابتو عواملو د رامنځته کېدو او ور سره د چين د متقابلو تدبيرونو سبب شي . له ازادې سوداګرۍ څخه د امريکا د فارمونو خاوندانو د ملاتړکوونکي سازمان اجرائيوي مشر برېان کويل وويل چې د امريکا د کرنيزو توليدوونکو پر وړاندې فشارونه د زياتېدو په حال کې دي .له چيني توليداتو څخه د ډونالډ ټرمپ حکومت د ګمرکي مالياتو د اخيستلو اغيزه ښکاره کيږي چې دا له پامه نه لويږي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای