CRI Online

د فوټبال نړيوال جام په کبله روسيه له خوشحالۍ څخه ډکه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-06-19 16:51:48

په ۴ کلونو کې يو ځل تر سره کېدونکې د فوټبال نړيوال جام سيالي پر لومړي ځل په روسيې کې تر سره کېږي او تر ۷ کلن چمتوالي وروسته ۱.۵ مليون مينه وال او سيلانيان د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه روسيې ته ور غلي دي. د روسيې ۱۱ ښارونه او ۱۲ لوبغالي روانه مياشت کې د نړيوالو پام وړ مرکز ګرځېدلی. د فوټبال له امله روسيې له نړۍ سره تړلې او روسيه له خوشحالۍ څخه ډکه ده.

په مسکو کې د لوژنيکي په نوم مرکزي سپورټ لوبغالي ۸۰ زره مينه والو ځايږي. د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړيوال جام د پرانيستلو مراسم په دغه ۶۰ کلن تاريخي لوبغالي کې تر سره شول. د جون د ۱۴ مې نېټې په ماسپښين د فوټبال نړيوال جام لومړۍ لوبه په دې لوبغالي کې تر سره شوه. د مينه والو خوشحاليو غږونو په شورماشور کې، دغه لوبغالی يو خوشحاله سمندر ګرځېدلی. مينه والو خبريالانو ته وويل:

پخوا ما د ټلويزيون له لارې د فوټبال نړيوال جام سيالۍ کتلې، خوشحاله يم چې نن ورځ په ژوندۍ بڼه دلته د فوټبال نړيوال جام سيالي ګورم او ځايي توده فضا په خپله احساسوم. د فوټبال نړيوال جام نه يوازې يوه سيالي ده، بلکې د مينه والو فېسټيول هم دی. هيله لرم چې د فوټبال نړيوال جام به يو ورځ په چين کې هم تر سره شي.

موږ له مکسيکو څخه راغلي يو، موږ د فوټبال نړيوال جام سيالي سره مينه لرو، مسکو يو ډېر لوی ښار دی.

زه د زامبيا يم، زه له روسيې، مسکو، لوژنيکي لوبغالي او سپارتاک لوبغالي سره ډېره مينه لرم.

پر عادي مينه والو برسېره، د ډېرو هېوادونو مشرانو او د بېلا بېلو ټولنو مشهورو شخصيتونو هم د فوټبال نړيوال جام سيالۍ د پرانيستلو په مراسم کې ګډون کړی او له مينه والو سره يو ځای په نړۍ کې د سپورټ لومړی لويه لوبه ګوري. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د لوژنيکي لوبغالي ته د ورغلو مينه والو او د ټلويزيون او انټرنيت له لارې د روسيې فوټبال نړيوال جام سيالۍ د مينه والو هر کلی وکړ او د نړيوال فوټبال لوی کور د خوشحالۍ فېسټيوال پيل کولو مبارکي يې څرګنده کړه. پوتين وويل:

موږ د دې نړيوالې مهمې سيالۍ لپاره پوره چمتوالی نيولی دی تر څو چې د دې لوبې مينه وال، لوبغاړي او مسلکي پوهان وکولای شي چې د فوټبال د خوشحالۍ فضا پوره احساس کړي او په ازاده، مېلمه پالنې او جذباتو سره روسيه کې خوښي تر لاسه کړي او نوي ملګري او دوستان وپېژني.

اوس د مسکو په هره کوڅه کې له بېلا بېلو هېوادونو او سيمو څخه راغلي مينه وال لېدل کېږي. دوی ځانګړې جامي په تن کړې، له نړي څخه روسيې ته راغلي او د خپلې خوښې ټيم لپاره خوشحالي کوي. دا په روسيه کې د لومړي ځل لپاره د نړيوال فوټبال سيالۍ تر سره کېږي. په دې دوبې کې هر ۴ کلونه وروسته يو ځل د فوټبال نړيوال جام سيالي ګډ فېسټيوال ګرځېدلی او فوټبال د يو بل تر منځ واټن کم کړي.

دا يو ښه او مناسب وخت دی، موږ د دې لپاره څو کلن چمتوالی کړی او خپله موخه به تر لاسه کړو. خوشحاله يمه چې دلته دومره د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه ملګري ګورم.

موږ روسيان ډېر مېلمه پال يو او روسيې ته ستاسو د راتګ ډېر هرکلی کوم.

اوس د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړيوال جام د روسيې په ۱۱ ښارونو او ۱۲ لوبغاليو کې روان دی، دا نه يوازې د يو ښار خوشحالې ده، بلکې د ټولې روسيې او ټولې نړۍ خوښې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای