د ايران ځواکونو د جون په ۱۹ مه نېټه وويل، چې اوس د ايران لپاره تر ۲۰۰۰ کيلومترو لېرې واټن ويشتونکو توغنديو جوړول په کار نه دي.
تهران ټايمز د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ د عمومي قوماندان محمد علي جعفري په قول خبر ورکړی چې که څه هم د ايران ځواکونه تر ۲۰۰۰ کيلومترو لېرې واټن ويشتونکو توغنديو د جوړولو توان لري، خو اوس جوړونه يې اړينه نه ده، د ايران د توغنديو ويشتونکی مزل به تر ۲۰۰۰ کيلومترو کم وساتل شي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۵ مه نېټه د ايران له هراړخيز اټومي تړون نه د امريکا د وتلو اعلان وکړ او ويې ويل چې دغه تړون د ايران د توغنديزو پروژو وده نه ده محدوده کړې. بل لور ته ايران پر دې ټينګار کړی چې ايران دفاعي توغنديو ته د ودې ورکولو حق لري او د ملي دفاع په هکله به له نورو هېوادونو سره بحثونه ونه کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |