د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په م م کې د امريکا استازې نيکي هيلي د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه د م م د بشري حقونو له شوراڅخه د وتلو اعلان وکړ.
په م م کې د امريکا استازې نيکی هيلي د همدې ورځې په ماښام د دې هېواد په دولتي شورا کې خبري رسنيو ته د يادې پرېکړې اعلان وکړ او ويې ويل چې ياده شورا د اسرائيلو په مقابل کې ناعادلانه او نامعقوله رويه غوره کوي او په اغيزمنه توګه بشري حقونه نه شي ساتلی.
د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس په همدې ورځ د امريکا د يادې پرېکړې په باب تاسف ښکاره کړی.د م م د سرمنشي وياند ستيفن دوجاريک وويل چې سرمنشي انتونيو ګوتريس هيله ښودلې چې امريکا په دې شورا کې پاتې شي،ځکه چې د م م د بشري حقونو چوکاټ په ګرده نړۍ کې د بشري حقونو د پرمخبيولو او تامينولو لپاره ډېر مهم رول لوبولی او لوبوي يې.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |