د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې هېواد منبيج سيمې ته د امريکا او ترکيې پوځونو ننوتل وغندل او پردې يې ټينګار وکړ چې سوري حکومت د ټولو ځمکو د ازادېدو لپاره ټينګ هوډ لري .
په دې اعلاميه کې راغلي چې د ترکيې او امريکا ياده کړنه د سوريې پر حاکميت تېری کوونکی عمل دی چې موخه يې د سوريې د بحران اوږدوالی او پيچلي کول دی.د سوريې پوځ او خلک ټينګ هوډ لري چې خپله خاوره له هر بهرني ځواک څخه خلاص کړي او د سوريې يووالی او حاکميت وساتي.د دې ترڅنګ سوري حکومت له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د امريکا او ترکيې پر هغې تېری کوونکې کړنې نيوکه وکړي چې په څرګنده توګه يې د م م د منشور له موخې او اصولو څخه سرغړونه کړې ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |