CRI Online

نړيوالو عامو افکارو پر امريکا انتقاد وکړ چې سوداګريزه جګړه يې پيل کړی او نړيوال سوداګريز نظام ته يې ريانونه رسولي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-20 10:58:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې امريکا د پنځوسو مليارډو امريکا ډالرو په ارزښت د هغو چيني توليداتو د ليست تر خپرولو وروسته چې ترې به ګمرکي ماليات واخلي،يوځل بيا ګواښ وکړ چې د دوو سوو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت به له چيني توليداتو څخه ګمرکي ماليات واخلي.نړيوالو عامو افکاو په جلا جلا توګه د امريکا پر يوې اړخيزې کړنې انتقاد وکړ او په دې اند دي چې امريکا سوداګريزه جګړه پيل کړې، له بازاري اصولو څخه يې سرغړونه کړې او نړيوال سوداګريز نظام ته يې زيانونه رسولي دي.

د امريکا ديتريټ د چيني سوداګريزې ټولنې سلاکار توم واټکينس وويل چې دا يو بد مرغه کار دی او لازمه نه ده چې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزې کشالې سختې شي . نوموړي په دې اند دي چې دواړه هېوادونه به له دې سوداګريزې جګړې څخه برخمن نه شي.

د بريټانيا ګوازديان ورځپاڼې خبر ور کړ چې د امريکا له خوا د چيني توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتولو له امله رامنځته شوي ناثابت عوامل او ننګونې به د سوداګرو پر بارونو او پانګونو په تېره بيا پر نړيوالې پانګونې اغيزه وکړي .د امريکا دغه کړنه به د چين او امريکا او نورو سيمو پر اقتصادي پرمختګ اغيزه وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای