CRI Online

د چين د ماشومانو ډارمو د اتمې دورې فيستيوال به پرانيستل شي او تر شپېتو زيات چيني او بهرنۍ ډارمې به پکې نندارې ته وړاندې شي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-20 14:51:45


په همدې ورځ د چين د ماشومانو هنري تياتر په مطبوعاتي غونده کې ګډون کوونکي ماشومان

د چين د ماشومانو هنري تياتر خبر ورکړ چې د چين د ماشومانو ډارمو د اتمې دورې فيستيوال به د جولای له ۱۴ مې نېټې څخه د اګست تر ۲۵ مې نېټې پورې ترسره شي. د چين ، برازيل، جاپان، روسيې، هند، بلژيک، امريکا، رومانيا، ارجنتاين، جنوبي افريقا، د کوريا جمهوريت، استراليا، اسرائيلو، ناروې، کرواتيا او پولنډ په شمول د ۱۶ هېوادونو او د چين د تايوان سيمې د ماشوم ډارمې ۳۸ ډلې به په دې فيستيوال کې ګډون وکړي او ۶۱ ډارمې به نندارې ته وړاندې کړي.

د فيستيوال په موده کې به د چيني او بهرنيو ماشومانو د غوره ډارمو نندارې، هنري سمينارونه او د ډارمو ډول ډول فعاليتونه ترسره شي. دا به نه يوازې لومړی ځل وي چې د پنځو وچو د ماشومانو غوره ډارمې په دې فيستيوال کې نندارې ته وړاندې شي، بلکې د بريکس پنځو هېوادونو د ځوانانو او ماشومانو د ډارمې اتحاد له تاسيس وروسته به د دې اتحاد لومړۍ ګډه ننداره هم وي.(زرينه)


د چین د ماشومانو د هنري تياتر مرستيال مشره د مطبوعاتي غونډې مشري وکړه


د چين د ماشومانو د هنري تياتر مشر د وينا په ترڅ کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای