CRI Online

د م م د بشري حقوقو شورا چارواکو له دغې شورا نه د امريکا د وتلو له امله مايوسي څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-20 15:55:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ډونالډ ټرمپ حکومت د جون په ۱۹ مه نېټه د م م د بشري حقوقو له شورا څخه د امريکا د وتلو اعلان وکړ. د م م د بشري حقوقو شورا چارواکو پدې هکله مايوسي څرګنده کړه.

د م م د بشري حقوقو لوړ پوړي کمېشنر زايد الحسين په دې اړه وويل، چې هغه د امريکا دغې پرېکړې ته حيران نه بلکې ډېر مايوس دی،د نړيوالو بشري حقوقو د اوسنيو حالاتو پر وړاندې دې امريکا پېشرفت وکړي او په شا دې نه ځي.

د م م د بشري حقوقو شورا رئيس وجيسلاف سوک د يوې اعلاميې په خپرولو سره د م م د بشري حقوقو شورا پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل چې دغه شورا د تاسيس له ۱۲ کلونو راهيسې تعويض نه کېدونکی رول لوبولی دی.

د ۲۰۰۶ کال په مارچ کې د م م د شپېتمې دورې اسامبلۍ د م م د بشري حقوقو کمېټې پر ځای د م م د بشري حقوقو شورا د جوړولو پرېکړه ليک تصويب کړ . دغه شورا ۴۷ غړي لري او مقر يې په جنيوا کې دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای