CRI Online

د امريکا سوداګريزو اورګانونو د دې هېواد له ملي کانګرس څخه وغوښتل چې د سوداګريزې تګلارې نظارت پياوړی کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-20 16:10:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د نفتي چارو او لوبيا ټولنو،د بهرنۍ سوداګرۍ د دولتي شورا او د پرچون پلورونکو د ګډې ټولنې په شمول څه باندې شپېتو امريکايي سوداګريزو اورګانونو په دې وروستيو ورځو کې له ملي کانګرس څخه وغوښتل چې د سوداګريزې تګلارې نظارت پياوړی کړي تر څو د سوداګريزې تګلارې په هکله د ملي کانګرس او حکومتي ادارې اداري واک برابر شي.

د بهرنې سوداګرۍ دولتي شورا د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې يادو سوداګريزو اورګانونو د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د مشرانو جرګې د ماليي کميټې د رئيس اورين هاتچ او د استازو جرګې د پيسو د ماليې راغونډولو کميټې د رئيس کوين براډي په عناوينو پيغامونو کې د دې نظارت د پياوړتيا لپاره له دغو دوو کميټو څخه ملاتړ څرګند کړی او غوښتنه يې کړی چې په چټکۍ سره د ولسمشر له خوا د اړوندو سوداګريزو واکونو د پلي کولو په هکله په محکمه کې د ګواهي اوريدو بهير پيل کړي او د اوسني صلاحيت بدلون تر غور لاندې ونيسي ترڅو د سوداګريزې تګلارې د پلي کولو په برخه کې د ملي کانګرس رول پياوړی شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای