د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا په لويه وچه کې ډېرو هېوادونو په وروستيو ورځو کې د اعلاميو په خپرولو سره ويلي چې د امريکا د هغه تدبير غندنه کوي چې له کډوالو پلرونو او ميندو څخه يې په زور ماشومان جلا کړي دي.
د مکسيکو د بهرنيو چارو وزير لويس ويدګاري د روانې مياشتې په ۱۹ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د مکسيکو حکومت د امريکا هغه کړنه وغندله چې په زور او جبر يې له مهاجرو پلرونو او ميندو څخه د دوی ماشومان جلا کړي دي.
د ګواتمالا حکومت د جون په ۱۹ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د امريکا ياده تګلاره د افسوس وړ ده او په عين وخت کې به ياده تګلاره و نه مني.
د هندوراس د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۱۸ مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپېو ته يو پيغام ولېږه چې په دغه پيغام کې يې نوموړي ته د امريکا د يادې تګلارې په اړه انديښمنه څرګنده کړې ده.
د غير قانوني کډوالو په هکله د امريکا د عدليې وزارت د تګلارې له مخې، د ياد وزارت کارکوونکي به غيرقانوني کډوال ماشومان د خير ښېګڼې ټولنې ته وسپاري کله چې لوی شي نو بيا به يې خپلوانو ته وسپاري.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |