CRI Online

د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزيره: چين د کوريا ټاپووزمې په سوله او امنيت کې مهم رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-20 17:21:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرې کانګ کيونګ وها د جون په شلمه نېټه په سيول کې له بهرنيو خبريالانو سره يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د کوريا ټاپووزمې په سوله او امنيت کې مهم رول لوبوي، کوريا جمهوريت هيله لري چې له چين څخه د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون درېيمه ليدنه به په کوريا ټاپووزمه کې د ذروي وسلو د مخنيوي او د دايمي سوله ييز ميکانيزم د جوړونې لپاره ګټوره وي.

کانګ کيونګ وها وويل، چې په پنمونجون کې د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکې کوريا د مشرانو ترمنځ له کتنې او په سينګاپور کې د ديموکراتيکې کوريا او امريکا د مشرانو ترمنځ له کتنې وروسته، کوريا ټاپووزمه د ديموکراتيکې کوريا د ذروي مسئلې د حلولو نوې زمانې ته ننوتلې ده، کوريا جمهوريت هيله لري چې د ذروي وسلو د مخنيوي او د دايمي سولې په اړه ژمنې ژر پلې شي. خو نوموړې په عين وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې کوريا جمهوريت به د ذروي وسلو د مخنيوي له پوره کېدو مخکې اړوند بنديزونه لغوه نه کړي.

د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای ين به د جون په ۲۱مه نېټه د رسمي سفر لپاره مسکو ته حرکت وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای