CRI Online

چين په دې اړه تاسف څرګند کړ چې امريکا د م م د بشري حقوقو له شورا څخه ووتله.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-20 17:46:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جون په شلمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين تل د څواړخيز غوښتونکي غوښتنه کوي، د بشري حقوقو شورا په شمول له ځينو نظامونو څخه ملاتړ کوي او له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د بشري حقوقو د ساتلو لپاره هڅې کوي.

د خبر له مخې، په م م کې د امريکا دايمي استازې نيکي هالي د جون په نولسمه نېټه اعلان وکړ چې امريکا د م م د بشري حقوقو له شورا څخه وزي. وياند ګنګ شوانګ په دې اړه وويل،

چين په دې اړه تاًسف څرګند کړ چې امريکا د م م د بشري حقوقو له شورا څخه ووتله. دغه شورا د م م د عمومي اسامبلې د حکم له مخې جوړه شوې او د بشري حقوقو په ساحه کې د ډيالوګ او همکارۍ، تګ راتګ او تبادلې او د بشري چارو د پرمختګ د پياوړتيا لپاره يوه مهمه صحنه ده. بېلا بېلې خواوې دغه شورا ته ډېره پاملرنه کوي. چين تل د څواړخيز غوښتونکي غوښتنه کوي، د بشري حقوقو شورا په شمول له ځينو نظامونو څخه ملاتړ کوي او له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د بشري حقوقو د ساتلو لپاره هڅې کوي. چين به په پر له پسې توګه د رغنده ډيالوګ او همکارۍ له لارې د بشري حقوقو د نړيوالو چارو د سالم پرمختګ لپاره کوښښونه وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای