د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان حکومت د جون په شلمه نېټه خبر ورکړ چې وسله والو طالبانو د جون د نولسمې نېټې په شپه د دغه هېواد د لويديځو دوو ولايتونو د تلاشۍ پر څو پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل شول.
د بادغيس ولايت والي وويل، چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د بالا مرغاب ولسوالي د تلاشۍ پر دوو پوستو باندې بريدونه وکړل چې له امله يې دېرش سرتيري او شپاړس وسله وال ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
د فراه ولايت د يو حکومتي مامور په قول وسله والو طالبانو د نولسمې نېټې په شپه د دغه ولايت د تلاشۍ پر دوو پوستو باندې بريدونه وکړل چې له امله يې لږ تر لږه پنځلس پوليس ووژل شول. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |