د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې دفاع وزير سيرګي شويګو د جون په ۲۰ مه نېټه وويل چې روسيه به په دې اړه ځواب ورکړي چې ناټو د روسيې د جنوب لوېديځ ستراتيژيک لوري ته نور سرتيري لېږلي دي.
هغه په همدې ورځ د روسيې د دفاع وزارت په کچه غونډه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د سږ کال له سر راهيسې ناټو د روسيې د جنوب لوېديځ ستراتيژيک لوري کې ۱۳ ځلو د لويې پيمانې پوځي تمرينونه تر سره کړي، پکې ۴۰ زرو سرتيرو ګډون کړی او ۲ زرو تخنيکي تسليحاتو څخه پکې کار اخيستل شوی او د دوو قوماندانيو دجوړولو پرېکړه وکړه.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |