CRI Online

د شانګهای د فلمونو د نړيوال فېستيوال په موده کې د يوکمربند او يوې لارې په اړه د فلم شپه په نوم فلمي فعاليت تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2018-06-21 10:57:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د روانې مياشتې د شلمې نيټې په شپه د شانګهای د فلمونو د نړيوال فېستيوال په موده کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د فلم شپه په نوم فلمي فعاليت تر سره شو او پکې د کتونکو له خوا د ننداره شويو فلمونو،د خبري رسنيو له خوا د څرګند شويو فلمونو او فلمي کارکوونکو په اړه درې جايزې ور کړل شوې دي.د يو کمربند او يوې لارې په اړه د فلمي فېستيوال ټولنه هم په همدې شپه جوړه شوه.

په مسلسلو څو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د تبادلې پربنسټ په دې فېستوال کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د فلمي اوونۍ په نامه فعاليت د لومړي ځل لپاره تر سره شوچې دا هم د دې فېستيوال مهم نوښت دی.په دې فعاليت کې ۲۶ فلمونه د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو ۲۶ هېوادونو څخه راغلي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای