د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د بشري حقونو شورا رئيس وجيسلاف سوک د روانې مياشتې په شلمه نېټه په ژنيو کې وويل چې د بشري حقونو شورا به له اړوندو تشريفاتو سره سم د امريکا پر ځای نوی غړي وټاکي.
په همدې ورځ سوک په ژنيو کې د دې شورا په ۳۸مه غونډه کې وويل چې د م م د بشري حقونو شورا په نړۍ کې د حکومتونو ترمنځ پر بشري حقونو د بحث کولو يوازني ډګر دی. که په دې شورا کې پر بشري مسئلو بحث ونه شي ، د بشرحقونو سره تړلې مسئلې په نورو ځايونو کې په اغيزمنه توګه نه شي حليدای.
په م م کې د امريکا استازې نيکي هيلي د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه په واشينګټن کې له دې شورا څخه د امريکا د وتلو اعلان وکړ او ويې ويل چې دغه شورا د اسرائيلو په مقابل کې ناعادلانه او نامعقوله رويه غوره کوي او په اغيزمنه توګه بشري حقونه نه شی ساتلی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |