CRI Online

په پاکستان کې درې ته د يو موټر د لويدو له امله لس تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-21 11:05:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په شلمه نېټه د پاکستان په شمال لويديځ د خيبرپښتونخوا ايالت کې درې ته د يو موټر د لويدو له امله لږ تر لږه لس تنه مړه او څلور تنه نور سخت ټپيان شوي دي.

پاکستاني خبري رسنيو د سيمه ييزو پوليسو په قول ويلي چې د يوې کورنۍ څو تنه غړي په همدې ورځ د کوژدې په مراسمو کې تر ګډون وروسته د موټر په وسيله خپل کور ته ستنېدل،خو موټر يې د چټک سرعت له امله د ياد ايالت مانسهره سيمه کې درې ته ولويده.

د خبر له مخې د دې پېښې له امله د يادې کورنۍ لس تنه کورني غړي مړه شوي او د چلوونکي په شمول څلور تنه سخت ټپيان دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای