د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشتې په شلمه نېټه په بېجينګ کې د سنيګال د بهرنيو چارو له وزير سدکی کابا سره خبرې اترې وکړې.
وانګ يي وويل چې په راتلونکې مياشت کې به رئيس شي جين پينګ په جنوبي افريقا کې د بريکس هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي او له افريقايي هېوادونو څخه به ليدنه وکړي.له دې څخه څرګنديږي چې چين له افريقايي هېوادونو سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.د روان کال په سپتمبر مياشت کې به په بېجينګ کې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم سرمشريزه غونډه تر سره شي. چين غواړي چې د سنيګال په شمول له افريقايي غړو سره يو ځای ګډې هڅې وکړي تر څو دغه غونډه د چين او افريقا، د چين او سنيګال ترمنځ د يووالي او همکارۍ بله تاريخي اهميت لرونکې غونډه وګرځي.
کابا وويل چې سنيګال له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې د ياد فورم تر چوکاټ لاندې له چين سره همکاري پياوړی کړي او د دې فورم د ابادۍ لپاره دې لازيات خدمتونه وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |