CRI Online

د چين،اروپايي ټولنې او کاناډا له خوا د اقليمي عملياتو په اړه د وزيرانو په کچه دوهمه غونډه په بروکسيل کې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-21 15:03:38

د چين ،اروپايي ټولنې او کاناډا له خوا جوړه شوې د اقليمي عملياتو په اړه د وزيرانو په کچه دوهمه غونډه د جون په شلمه نېټه په بروکسيل کې پرانيستل شوه.

د چين د اقليمي بدلون چارو ځانګړي استازي شيه جن هوا په مشرۍ پلاوي په ياده غونډه کې ګډون درلود. ښاغلي شيه په خپله وينا کې وويل چې چين به په پر له پسې توګه له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د پاريس موافقه ليک د پلي کېدو په اړه د خبرو اترو د تر سره کولو لپاره کوښښ وکړي.

د ۳۵ هېوادونو وزيرانو او لوړپوړيو استازو په ياده دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړ چې په کې يې په عمده توګه د روان کال په دسمبر کې د پولنډ په کاتويس کې تر سره شوې د م م د اقليمي بدلون په چوکاټي تړون کې د ګډون کوونکو د ۲۴مې غونډې د پايلې ،د پاريس موافقه ليک د پلي کېدو حالاتو او د اقليمي عملياتو د تر سره کولو په اړه د نظريو تبادله وکړه او دريځونه همغږي کړی.د اروپايي ټولنې د اقليمي بدلون او انرژۍ کميټې غړي ميګول کانيت په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې په تېر کال کې په کاناډا کې د اقليمي عملياتو په اړه د وزيرانو په کچه لومړۍ غونډه په بريالۍ توګه تر سره شوه.روان کال اروپايي ټولنې ،کاناډا او چين يو ځل بيا دغه غونډه تر سره کړه او له ګردې نړۍ څخه يې په فعاله او اغېزمنه توګه له اقليمي بدلون سره د مقابلې غوښتنه وکړه.

(اواز ۱)

په هغه وخت کې چې څو اړخيزم د ننګونو په مخ کې دی ، دا غونډه د پاريس موافقه ليک د پلي کولو په اړه زموږ ژمنې وښوده او له څو اړخيزې لارې د حل و فصل لايحې د موندلو په اړه زموږ اراده يې څرګنده کړه.

ښاغلي شيه جن هوا په خپله وينا کې وويل چې له واقعيتونو څخه څرګندېږي چې د چين،کاناډا او اروپايي ټولنې له خوا جوړه شوې د اقليمي عملياتو په اړه د وزيرانو په کچه د غونډې ميکانيزم اغېزمن دی.هغه پر دې ټينګار وکړ چې اوس د بېلا بېلو خواوو د کوښښونو له امله د پاريس موافقه ليک د پلي کېدو په اړه خبرې اترې په سالم ډول روانې دي،خو په ګردې نړۍ کې د اقليمي ادارې بهير لاهم د ډېرو سياسي تګلارو له ناڅرګندتيا سره مخ دی.په عين وخت کې د ګردې نړۍ په وړاندې د اقليمي بدلون ننګونه هم ورځ په ورځ سختېږي او د چاپيريال او پرمختګ په ساحو کې ننګونې هم روښانه شوې دي.هغه وويل چې له دغو ننګونو سره مخ کېدو لپاره ټول هېوادونه بايد د يو بل سره مرسته وکړو او د همکارۍ له لارې ګډې ګټې ومومي.

(اواز ۲)

د روان کال په مې کې د چين د چاپيريال د ساتنې په غونډه کې د دولت رئيس شي جين پينګ څرګنده کړه چې موږ بايد په فعاله توګه له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره ملي ستراتيژي پلي کړو، د ګردې نړۍ د اقليمي ادارې د عادلانه او معقول سيسټم د جوړېدو لپاره کوښښ وکړو، د مسؤل لوی هېواد بڼه وښيو او د انساني برخليک ګډې ټولنې د ابادولو بهير چټک کړو.چين به د رئيس شي له خوا اعلان شوې مهمې ژمنې پوره کړي.

د کاناډا د چاپيريال او د اقليمي بدلون چارو وزيرې کاسيرين مککينا هم د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې يوه وينا وکړه.د دې په اند د ګردې نړۍ له ننګونو سره د مقابلې لپاره د حل و فصل نړيوالې لايحې ته اړتيا لري،موږ ټول بايد يوځای کار وکړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای