CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ په دوه اړخيزو سوداګريزو مشورو کې لاسته راوړنې تر لاسه شوې ،خو په دې هکله د امريکا رويه تل بدلېدونکې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-06-21 16:11:01

د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند ګاو فنګ د روانې مياشتې په ۲۱ مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د چين او امريکا ترمنځ په دوه اړخيزو سوداګريزو مشورو کې لاسته راوړنې تر لاسه شوې، خو په دې هکله د امريکا رويه تل بدلېدونکې او ثابته نه ده.د دې ترڅنګ هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين به د بېلا بېلو تدبيرونو په وسيله له امريکا سره مقابله وکړي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل چې د مې په ۱۹مه نېټه د واشينګټن له مشورو څخه د تر لاسه شويو ګډو نظريو پر بنسټ چين او امريکا د جون په پيل کې په بېجينګ کې د کرنې او انرژۍ په هکله يو له بل سره سلا مشوره وکړه چې دا د بېلا بېلو ټولنو د هر کلي وړ ګرځېدلی دی.خو د تاسف خبره دا ده چې په دې هکله د امريکا رويه بدلېدونکې او ثابته نه ده او سوداګريزه جګړه يې پيل کړې چې له امله يې چين مجبورا متقابل ځواب ور کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای