د سينهوا اژانس د خبر له مخې د کيهان د کشفياتو او سوله ييزې کارونې د پنځوسمې کاليزې د يادونې په مناسبت د م م لوړ پوړي غونډه د روانې مياشتې په شلمه نېټه په ويانا کې تر سره شوه او له دې غونډې څخه د تر لاسه شويو لاسته راوړنو په سند کې د چين هغه وړانديز منل شوی چې له برخه والو څخه يې و غوښتل چې د کيهان د سوله ييزې کارونې په برخه کې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي تر څو د برخليک ګډه ټولنه اباده کړي او انسانانو ته ګټې ورسوي .
دغه سند تر درې کلني چمتوالي او څو پړاوييزو خبرو اترو وروسته د م م د ټولو غړو هېوادونو له خوا لاسليک شوی او د ۷۳مې دورې عمومي اسامبلې ته به وړاندې شي .د فضايي برخليک د ګډې ټولنې په هکله د چين مفکوره د برخه والو هېوادونو د هر کلي وړ ګرځېدلې ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |