CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت: هر ډول چې د امريکا رويه بدله شي، چين به ورته په ارامه توګه وګوري.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-21 17:44:40

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د جون په ۲۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، ټولو ته څرګنده ده چې د امريکا رويه کله کله بدلېږي. هر ډول چې د امريکا رويه بدله شي، چين به ورته په ارامه توګه وګوري. هغه وويل، چې موږ به د خپل وزن له مخې د خلکو د ګټو په مرکزيت پر اصلاحاتو او ورخلاصون او د اقتصاد پر ښه کيفيت لرونکي پرمختګ ټينګار وکړو او د عصري اقتصاد د سيسټم د جوړونې ګامونه به چټک کړو. موږ به په ښه توګه خپلې چارې تر سره کړو. د چين د اقتصاد ښه راتلونکی لري او ستر پټ قوت لري. موږ پر دې ټينګ هوډ او باور لرو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای