د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د جون په ۲۱مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د چين دريځ تلپاتی او ښکار دی. د امريکا هغه عمل چې د دوه سوه مليارډو ډالرو په ارزښت د چين پر توليداتو باندې به ماليات ولګوي، د سوداګرۍ ساتونکي په پلمه د فشار اچولو او تهديدي کړه وړه دي. دا د تاريخ او رښتياوو تحريفول هم دي چې امريکا د چين غندنه کوي چې د پوهنې حاکميت حق غلا کوي او نور مجبوروي چې تخنيکونه يې واخلي.
نوموړي وويل، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې زياتو بهرنيو تصديو د خپلو ګټو سره سم له چيني تصديو سره ښې تخنيکي همکارۍ کړې دي او کوي يې. دغه عمل د بازاري تړون له مخې تر سره کېږي او بهرنۍ تصدۍ ورڅخه زياتې ګټې اخلي. امريکا د رښتياوو د ليدلو سترګې نه لري او پر چين نيوکه کوي. دا د حاکميت حق، د باور افکار او د بازار نظام ردوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |