د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۱مه نېټه د دياو يو تای په دولتي مېلمستون کې د مشهورو نړيوالو تصديو له هغو مسئولينو سره وکتل کوم چې د ګردې کرې د لومړي اجرائيوي مشرانو کميټې په ځانګړې غونډه کې د ګډون لپاره چين ته راغلي دي، او له دوی سره يې خبرې اترې وکړې.
ورخلاصون، همکاري او ګډې ګټې د يادې غونډې اصلي موضوع وه. ګډون کوونکو د يو کمربند او يوې لارې، نوښت، شنه پرمختګ او نړيوالې ادارې په هکله خپلې نظريې څرګندې کړې. شي جين پينګ په جدي توګه د دوی ويناوې واورېدلې او په جلا جلا توګه يې د دوی نظريو او وړانديزونو ته ځوابونه وکړل.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |