د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د امريکا دايمي استازې نيکي هالي د جون په نولسمه نېټه اعلان وکړ چې امريکا د م م د بشري حقوقو له شورا څخه وزي، او و يې ويل چې دغه شورا د اسرائيلو په مقابل کې ناعادلانه او نامعقوله رويه غوره کوي او بشري حقونه په اغېزمنه توګه نشي ساتلی. نړيواله ټولنه يادې پېښې ته لوړه پاملرنه کوي او د زياتو هېوادونو سياسي مشرانو او حکومتونو د اعلاميو په خپرولو سره د امريکا د ياد عمل په هکله افسوس څرګند کړی دی.
د روسيې د فيډرالي کمېسيون د نړيوالو چارو کميټې مشر کونستاتين کوساچيف د جون په شلمه نېټه په ټولنيزه شبکه کې دا څرګنده کړه چې د م م د بشري حقوقو له شورا څخه د امريکا وتل کمزورتيا او د دريځ د ساتلو توان نشتوالی ښکاروي، ځواک نه.
د استراليا د بهرنيو چارو وزير، د مکسيکو او ونزويلا د بهرنيو چارو وزارتونو هم د امريکا د ياد عمل په اړه اعلاميې خپرې کړې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |