د امریکا د نیویارک پولیسو د روانې میاشتې په ۲۱ مه نېټه وویل چې د همدې ورځې په سهار د برونکس په سیمه کې د ډزو پیښه وشوه چې په نتیجه کې یې ۳ تنه وژل شوي دي.
د امریکا د خبري رسنیو د خبر له مخې دغه پیښه د همدې ورځې د سهار په ۹ بجو ۴۵ دقیقو رامنځته شوه او دوه نارینه او یوه ښځه د ډزو موخه شول. تر اوسه د ډزې کوونکی نیت نه دی څرګند شوی .
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |