CRI Online

هند به د امریکا پر ځینو تولیداتو ګمرکي مالیات ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-22 10:17:59
هند به د امریکا پر ځینو تولیداتو ګمرکي مالیات ولګوي

د هند خبري رسنیو د روانې میاشتې په ۲۱ مه نېټه خبر ورکړ چې هند پریکړه کړې چې د اګست له ۴ نیټې څخه د امریکا پر ځینو کرهنیزو، اوسپنیزو او فولادي تولیداتو ګمرکي مالیات ولګوي.

له دې نه مخکې امریکا اعلان وکړ چې په جلا جلا توګه به د هند پر فولادي او الومینیمي تولیداتو ۲۵ سلنه او ۱۰ سلنه ګمرکي مالیات ولګوي چې هند ته به ۲۴۱ ملیونه امریکایي ډالره زیانونه ورسیږي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای