د جون ۲۳ نیټه د اولمپیک نړیواله ورځ ده. د اولمپیک د نړیوال سازمان رئیس توماس باخ په ۲۱ مه نیټه خبریالانو ته وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې به د کوریا جمهوریت په پیونګ چانګ کې د اولمپیک د ژمي له لوبو وروسته دغه سازمان په مداومه توګه په لازیاتو نړیوالو سیالیو کې د کوریا د دېموکراتیک ولسي جمهوریت له ګډون څخه ملاتړ وکړي.
باخ هم وویل چې سږ کال په مارچ کې یې دېموکراتیکې کوریا ته د ده د سفر په مهال معلومات ترلاسه کړی چې دېموکراتیکه کوریا به په ۲۰۲۰ کال کې د توکیو د اولمپیک په لوبو ، په ۲۰۲۲ کال کې به د بیجینګ د اولمپیک په ژمنیو لوبو او په ۲۰۱۸ کال کې به د بوینس ایرس د اولمپیک د ځوانانو په لوبو کې ګډون وکړي. دغه سازمان به د دېموکراتیکې کوریا لوبغاړو ته مرسته برابره کړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |