CRI Online

د روسیې او اوکراین ولسمشرانو تلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-06-22 10:23:20
د روسیې او اوکراین ولسمشرانو تلېفوني خبرې وکړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشنکو د روانې میاشتې په ۲۱مه نیټه تلېفوني خبرې وکړې چې د اوکراین د ختیځ د امنیت او د بندیانو د تبادلې په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

پوتین وویل چې د اوکراین د ختیځ د امنیت په اړه د مینسک تړون نه شی پرځای کیدای او د روسیې، اوکراین او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د دریو خواوو د ارتباطو ګروپ او د روسیې، اوکراین، فرانسې او المان د څلورو خواوو دیالوګ باید کاري وړتیاوې لوړې کړي. پوتین په دې وروستیو کې د اوکراین په ختیځ کې د اوضاعو ترینګلتیا او د عامو وګړو د مرګ ژوبلې زیاتوالي باندې اندیښنه څرګنده کړې ده.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای