د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې خبري رسنيو او سرتېريو د جون په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ چې په دې وروستيو ورځو کې د دغه هېواد په څو ځايونو کې د حکومتي ځواکونو عملياتو مهم پرمختګونه تر لاسه کړي چې څه نا څه د ۲۵۰۰ مربع کيلو مترو ځمکې نيولې دي او په جنوب کې د حکومت ضد وسله والو څو پټنځايونه يې ويجاړ کړي دي.
تر اوسه پورې داعش په سوريه کې زياتره نيول شوې سيمې له لاسه ورکړې دي،خو د ختيځ په صحرا کې پاتې شوي وسله وال لاهم شته.بر سېره پر دې، د سوريې په شمال ادليب او جنوب دېرا کې زياتره سيمې د حکومتي ضد وسله والو تر کنټرول لاندې دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |