CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت:که امريکا د مالياتو اخيستلو لېسټ خپور کړي،چين به د مقابلې لازم تدبيرونه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-22 10:37:04

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا سپينې ماڼۍ د جون په ۱۸مه نېټه خپره شوې اعلاميې سره سم د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د جون په ۲۱مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې که امريکا د مالياتو اخيستلو لېسټ خپور کړي،د نړيوالې سوداګرۍ د اړونې عمل تر سره کړي او غير عادلانه تجارت ته لاره پيدا کړي،چين بشپړ چمتوالی نيولی دی او د مقرراتو او کيفيت لرونکو وسيلو په ګډون بېلا بېل تدبيرونه به ونيسي او غښتلی ځواب به ورکړي او په ټينګه سره به د خپل هېواد او خلکو ګټې وساتي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای