د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاؤروف د جون په ۲۱مه نېټه د م م له سرمنشي انتونيو ګوتريس سره له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د څو اړخيز ډيپلوماسۍ له لارې نړيوالې مسئلې حل کړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې خبر ورکړ چې لاؤروف او ګوتريس په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل م م د نړيوالو چارو د حلولو په تېره بيا د سيمه ييزو شخړو د حل و فصل په بهير کې دې لاستر رول ولوبوي،د دې موخې پوره کېدل د نړيوالې ټولنې ګډو کوښښونو ته اړتيا لري.د يو شمېر هېوادونو د يو اړخيزو عملونو له لارې به په ښه توګه پيچلې نړيوالې چارې حل نه شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |