CRI Online

د برخليک د ګډې ټولنې مفکوره د م م د کيهان له غونډې څخه د تر لاسه شويو لاسته راوړنو په سند کې ليکل شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-06-22 12:47:44

د جون له شلمې نيټې څخه تر ۲‍۱مې نيټې پورې د کيهان د کشفياتو او سوله ييزې کارونې غونډې د پنځوسمې کاليزې د يادونې په مناسبت د م م لوړ پوړي غونډه په ويانا کې تر سره شوه.له دې غونډې څخه د تر لاسه شويو لاسته راوړنو په سند کې د چين وړانديز منل شوی چې له برخوالو څخه يې وغوښتل چې د کيهان د سوله ييزې کارونې په برخه کې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي تر څو د برخليک ګډه ټولنه جوړه شي او انسانانو ته ګټې ورسوي.

په ويانا کې د م م او نورو نړيوالو سازمانونو کې چيني دايمي استازي لوی سفير شه جونګ جون په دې غونډه کې په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د کيهاني برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ هيله نه يوازې په فضايي تړون کې له ټاکل شوې هغې موخې سره چې د کيهان کشفيات او کارونه بايد ټولو هېوادونو ته ګټې ورسوي،بلکې د کيهاني چاپيريال د ساتلو،د کيهاني عملونو د پرمخبيولو او د ټولنيز او اقتصادي دواملرونکي پرمختګ له اوسنيو اړتياوو سره هم سمون لري او په نوې موده کې يې د نړيوالې فضايي ادارې او د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا او د کيهان د سوله ييزې کارونې په برخه کې له بېلا بېلو ننګونو سره د مقابلې لپاره لوری ښکاره کړی دی.هغه وويل(اواز..........) د کيهان کشفيات او سوله ييزه کارونه د انسانانو ګډې چارې دي .بشريت بايد د کيهان کشفياتو او سوله ييزې کارونې لپاره يو لاس شي تر څو ګډې ګټې ترې واخلي.دغه مهم اصول هم په فضايی تړون کې شامل شوي او د کيهان د ادارې لپاره يې بنسټ ايښی دی.تر څو په پوره توګه پټ فضايي قوت تر لاسه شي او د انسانانو د کيهان د کشفياتو توان پياوړی شي او لازيات کسان ترې ګټې واخلي، د ګډو ګټو او مساواتو پربنسټ نړيوالې همکارۍ يوه لازمه لار ده.

لوی سفير شه جونګ جون هم په عمده توګه د يادې مفکورې په لرلو سره د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا او د کيهاني ادارې د بشپړتيا لپاره مشخص تدبيرونه خپاره کړي دي.د برخليک د ګډې ټولنې په هکله د چين له خوا وړاندې شوې ياده مفکوره د برخوالو هېوادونو د استازو د هر کلي وړ ګرځېدلې ده.ايټاليوي ستورمزلي پالو نيسپولي چې پخوا په نړيوال فضايي سټېشن کې هم پاتې شوی دی، د خپل لوړ و ژور د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز..........) که کيهان ته پاملرنه وکړئ،تاسې به اغيزمن شئ.د کيهان کشفيات زمونږ له هر تن سره اړيکې لري او د انسانانو ګډې چارې هم دي.که څه هم هېوادونه مهم دي، خو د انسانانو ګډې ګټې لا مهمې دي.په راتلونکې کې ټول هېوادونه بايد خپلې ټولې سرچينې، تخنيکونه او هوښيارۍ وکاروي او د همکارۍ له لارې دې له کيهان څخه استفاده وکړي ، ځکه چې زمونږ لپاره ډېر کارونه معلوم نه دي.

تر بحثونو وروسته له دې غونډې څخه د تر لاسه شويو لاسته راوړنو په سند کې د چين وړانديز منل شوی چې له برخه والو څخه يې وغوښتل چې د کيهان د سوله ييزې کارونې په برخه کې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي تر څو د برخليک ګډه ټولنه اباده کړي او انسانان ترې ګټې واخلي.دغه سند تر درې کلني چمتوالي او څو پړاوييزو خبرو اترو وروسته د م م د ټولو غړو هېوادونو تر مشورو وروسته لاسليک شوی او د ۷۳مې دورې عمومي اسامبلې ته به وړاندې شي.د م م د کيهاني چارو دفتر مسئولې سمونيټ ديپيپو وويل (اواز.............) د کيهان کشفيات او سوله ييزه کارونه د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ مهم خوځنده ځواک او وسيله ده.بېلا بېل هېوادونه بايد فضايي همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه دې له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي او تر ۲۰۳۰ کال پورې د دواملرونکي پرمختيايي موخې د تر سره کولو لپاره دې د فضايي معلوماتو په شمول د فضايي بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای