د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جون په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې د دې خبر پخلی وکړ چې د جنوبي سمندرګي د بېلا بېلو خواوو عملي اعلاميې د پلي کولو په اړه د لوړ پوړو چارواکو پنځلسمه غونډه به د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه د هو نان ولايت په چانګ شا ښار کې تر سره شي.
ګنګ شوانګ وويل، چې چين به د جنوب ختيخې اسيا هېوادونو ټولنې له غړو هېوادونو سره د يادې اعلاميې د پلي کولو، د سمندري همکارۍ د پياوړتيا او په جنوبي سمندرګي کې پر عملي اصولو د بحث په هکله د نظريو تبادلې وکړي. هغه وويل، چې بېلا بېلې خواوې به په پر له پسې توګه د خبرو اترو او همکارۍ تمايل وساتي او د اوسنيو حالاتو د ټينګوالي لپاره به نور ګټور شرايط برابر کړي.
ګنګ شوانګ زياته کړه چې د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال کونګ شوان يو او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به په نوموړې غونډه کې ګډون وکړي. له دې نه مخکې به د يادې اعلاميې د پلي کولو په اړه د ګډې کاري ډلې ۲۴مه غونډه تر سره شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |