د سين هوا اژانس د خبر له مخې،دچين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر لي جان شو د جون د ۲۲مې نېټې تر غرمې وروسته د ۱۳م ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د ۳مې غونډې د پای مراسمو مشري وکړه او يوه وينا يې وکړه.
لي جان شو وويل چې د چين د کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرس راهيسې د شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون تر لارښوونې لاندې د ساينس او ټېکنالوژۍ د مهمو پروژو د پلي کېدو په برخه کې ستر پرمختګونه تر لاسه شوي دي.هغه پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد د ملي ولسي کانګرس د نظام په اړه د عمومي منشي شي جين پينګ له وينا څخه زده کړو او پر روحيې يې ځايونه پوی کړو.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |