CRI Online

د روسيې او کوريا جمهوريت ولسمشرانو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-23 16:47:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،پر ځايي وخت د جون په ۲۲مه نېټه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين او د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جې اين په مسکو کې خبرې اترې وکړې او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړه.دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې روسيه او کوريا جمهوريت به په پر له پسې توګه د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو لپاره کوښښ وکړي.

په همدې ورځ پوټين له نوموړي سره د خبرو اترو په ترڅ کې وويل چې روسيه په دايمي توګه د کوريا د ټاپووزمې د ثابتو او سوله ييزو حالاتو د رامنځته کېدو لپاره کوښښ کوي.تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت ډېر زيات شوی او له روان کال راهيسې هم د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريز ارزښت لوړ شوی دی.

مون جې اين وويل چې د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د کوريا په ټاپووزمې کې د ثبات او سولې د رامنځته کېدو لپاره د دواړو هېوادونو موخې يو شان دي.دواړه خواوې اوس په دې برخو کې نژدې همکاري کوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای