د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د هوا پېژندنې نړيوال سازمان سرمنشي پيتري تالاس د جون په ۲۲مه نېټه وويل چې چين د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د نړۍ په ډېرو سيمو کې د هوا پېژندنې د همکارۍ په برخه کې ستر خدمتونه کړي دي. دغه سازمان له چين څخه مننه وکړه او هيله يې ترې وښوده چې په دې برخه کې نوره همکاري وکړي.
د سويس په ژنيو کې د هوا پېژندنې نړيوال سازمان د اجرائيوي شورا د ۷۰مې غونډې په وخت کې د چين د هوا پېژندنې ادارې او ياد سازمان د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه په ګډه د يو کمربند او يوې لارې د هوا پېژندنې د همکارۍ غونډه تر سره کړه چې په کې يې له يو کال راهيسې د هوا پېژندنې په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په هکله د موافقه ليک د پلي کېدو حالت معرفي کړ.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |