CRI Online

د امريکا دفاع وزارت: د امريکا او د کوريا جمهوريت تر منځ ګډ پوځي تمرينونه به وځنډول شي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-23 17:11:47

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا دفاع وزارت وياند وايټ د جون په ۲۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د روانې مياشتې په ۱۲ مه نېټه په سينګاپور کې د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مشرانو تر منځ د کتنې پايلې به پلې کړي او غواړي چې د امريکا او د کوريا جمهوريت تر منځ ځينې ګډ پوځي تمرينه به وځنډوي.

د امريکا د دفاع وزارت د روانې مياشتې په ۱۸ مه نېټه وويل چې امريکا له کوريا جمهوريت سره د هغو ګډو پوځي تمرينونو د ځنډولو پرېکړه وکړه چې ټاکل شوې وه د روان کال په اګيست کې تر سره شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای