CRI Online

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کاري غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-23 21:05:26

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کاري غونډه د جون له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه.د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون عمومي منشي ،د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په ياده غونډ کې وويل چې موږ بايد په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ډيپلوماتيکو افکارو په لارښوونه داخلي او نړيوال دوه اړخيز حالت همغږي کړو، په کلک ډول دې د ملي اعادې لپاره خدمت وکړو ،د انساني برخليک د ګډې ټولنې ابادۍ ته دې وده ورکړو، په ټينګه سره دې ملي حاکميت، امنيت ،پرمختګ او ګټو د ساتلو لپاره کوښښ وکړو، د نړيوال اداري سيسټم د اصلاحاتو په برخه کې دې فعاله ونډه واخلو ،د نړيوالو همکارانو د اړيکو يوې بشپړې شبکې د جوړولو لپاره هڅه وکړو ترڅو چيني ځانګړتيا لرونکی نوی ډيپلوماتيک حالت رامنځته شي او په هراړخيزه توګه دې د سمسورې او شتمنې ټولنې د ابادولو او د سوسياليستي عصري غښتلي هېواد د جوړولو لپاره خدمتونه وکړو.

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو ټولو دايمي غړو او د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان په ياده غونډه کې ګډون درلود.په غونډه کې د شي جين پيڼګ د ډيپلوماتيکو مفکورو د لارښوونې مقام وټاکل شو.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای